"لاس د میني راکړه " شعري ټولګه
حمد باري تعالٰی( په خپل ذات کي مکمله پاکه خدايه( مدد نه غواړې له بله پاکه خدايه( ستا په وړاندي کائينات يوه زره دی تاته هيڅ نه دي مشکِله پاکه خدايه( زموږ د هر څه انتهاﺀ ستا ابتداﺀ ده يې په هر صفت کامله پاکه خدايه( ذات دي پاک له انتهاﺀ و ابتداﺀ دی ته وې ته يې له آوّله پاکه خدايه( زما پر زړۀ باندي آرمان ستا د صفت دی ثناءخوان وای تل تر تله پاکه خدايه( نعت ستر لار ښود( ته هديه خدای( ته نه رسي زر کاله په رښتيا نبي سرداره( نشته نشته بله لاره بې لتا نبي سرداره( ستر انسان يې ستر لارښود د خدای( احسان يې کائينات کړ ستا دپاره خدای پيدا نبي سرداره هر صفت پر تا تمام دی فرشتې درته عاجزه ستا قامت تر عرش بلند دی مصطفیٰ نبي سرداره( تکليفونه دي ډېر تېر کړو د اُمت دي پر سر وو د عربو کاڼي بوټي دي ګواه ستا نبي سرداره( زما سرباز ځولۍ خالي ده ستا په يوه نظر ډکېږي بل څه نه غواړم له خدايه( نظر ستا نبي سرداره( لاس د ميني راکړه ځم برخه را جلا کړه ځم بس دی اوښکي پاکي کړه بس يوه خندا کړه ځم خپل غرور مي خاوري کړی ستا غرور زما کړه ځم ما ستوري راوړي دي ما درته رڼا کړه ځم مرګ نه يې ډېر لري وړم ژوند مي...